د افغان حاجیانو لومړی کاروان له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته په خیر سره ورسېدل.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۹:۳۹
اولین کاروان حجاج

۹ ذوالقعده ۱۴۴۴ هـ ق (۸ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش)

له مدینې منورې څخه د حاجیانو لومړی کاروان نن له غرمې وروسته مکې معظمې ته ورسید او په (زاد الرحمه) عماره کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې یې  تود هرکلی وشو.

په ياده عماره کې د مکتب شؤون حجاج افغانستان او د (۲۱) مکتب د مسؤلینو لخوا د ډالیو او ګلانو په ورکولو سره د ښه راغلاست مراسم ترسره شول.

په مکه مکرمه کې د تسکین کمېټي رئیس مولوي قطب العالم ثاقب په دغه سپیڅلي ښار کې د حاجیانو د تسکین په اړه وویل: ياده  عماره د بيت الله شريف سره نیږدې فاصله کې موقعيت لري او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د عصري ژوند ټولې اسانتياوې په لرلو سره په مناسبه بيه په اجاره نيول شوې ده او دغه راز یاده عماره د حاجیانو له راتګ څخه مخکې د تسکین کمېټي لخوا کنټرول او بررسي شوې ده او د تړون له مادو سره سم د استوګنې د ټولو اسانتیاوو او اړینو وسایلو شتون تامین شوی او د حاجیانو د ورتګ لپاره یې ترتیب او چمتووالی نیول شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې د حج په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې گډون وکړ

دوشنبه ۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

‏د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې په مکه مکرمه کې د حج مناسکو د چمتوالي په تړاو غونډه ترسره شوه

شنبه ۲ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۱۹ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۰:۴۰
Background image

حرمینو شریفینو ته د ټولو افغان حاجیانو د لیږد بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسیده

شنبه ۲ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۱۹ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

دغه الوتکه چې د افغانستان وروستي حاجيان پکې سپاره وو د کندهار له نړيوال هوايي ډگر څخه د جدې هوايي ډگر په لور الوتنه وکړه.

الحمدلله. . .

BACK TO NEWS