د پلان او پالیسۍ معین د اروپايي اتحادیې د بشري مرستو له رییس سره وکتل
سې شنبه 2 مرغومی 1399
نن سهار د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پلان پالیسۍ مرستیال محمد عثمان طارق او له کرونا سره د مبارزې د داخلي کمېټې غړو د اروپايي اتحادیې د بشردوستانه مرستو له رییس سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د اروپايي اتحادیې د بشردوستانه مرستو د څرنګوالي، روانو حالاتو او له کرونا څخه د متأثر وضیعت په اړه بحث او خبرې اترې وکړې
