د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا په نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر د لړۍ پیل
![دوره تفسیر](/sites/default/files/2022-03/whatsapp_image_2022-03-14_at_5.43.47_pm_1.jpeg)
د هېواد په مرکز او ولایتونو په ټولو نظامي مرکزونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دوکتور نور محمد ثاقب د پرېکړې او لارښوونې له مخې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر چارې د شعبان له لومړۍ نیټې څخه د سترو او جید علماء کرامو او خطیبانو لخوا پیل شوی او د روژې د مبارکې میاشتې تر ۲۵ نیټې پورې دوام لری.
دغه یاده درسونه به په مرکز او ولایاتو کې څه باندې ۱۱۵ نظامي او ملکي مرکزونو کې جریان ولری د بیلګې په توګه د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د مرکزي قول اردو، ملي راډیو او ټلویزیون، د بګرام هوايي ډګر فرقه، قرغې لوا، ریشخور لوا، دارالامان لوا، د کابل امنیه قومندانۍ، منصوري قول اردو (۲۰۳)، دهمزنګ د پولیسو روزنیز مرکز، پروان لوا او نورو مرکزونو کې هره ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د مجاهدینو او نظامي کسانو لپاره د جیدو علماء کرامو لخوا ترسره کیږي.
په دې مرکزونو کې د علماوو لپاره د اعاشه او اباطه برسیره ټول اړین امکانات د دغه وزارت له خوا په پام کې نیول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د ریاست الوزراء مقام ته د ارشاد حج او اوقافو وزارت له لوري د ترجمې او تفسير پروګرام د پيل پلان له وړاندې کولو وروسته د کابينې په ۲۶ مه غونډه کې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا تائید او هم يې ستاينه وشوه.
همداراز شیخ الحدیث دوکتور نورمحمد ثاقب د یوې جلا غونډې په ترڅ کې له هغو جیدو علماوو او مشايخو سره چې په نظامي مرکزونو کې د قرآن عظیم الشان ترجمې او تفسیر تدریس ترسره کوی ولیدل. دا چې علماء کرام د اسلامي امارت د غړو او مجاهدینو د ذهنونو په روښانولو او داسلام اخلاقو په ښودلو برسیره په دي دیني برنامه کې چې دوي کومې هڅې کوي ترینه مننه وکړه او د دوي هڅې یې وستایلې.
نوموړي د روژې د مبارکې میاشتې د ښه راغلاست لپاره د دې ډول دیني پروګرامونو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.
په پای کې علماء کرامو د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر پروګرام د پیل په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له نوښت څخه قدردانۍ وکړه. دوی ژمنه وکړه، چې د اسلامي امارت د اهدافو او په ځانګړې توګه د ارشاد، حج او اوقافو له وزارت سره به د همکارۍ او پياوړتيا په برخه کې همکاري کوي.