په نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر د دورو د پیل لپاره د چمتوالي غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۰:۵۵
ترجمه

۲۵ رجب‌المرجب ۱۴۴۴ هـ ق (۲۷ دلو ۱۴۰۱هـ ش)

د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان او رمضان په میاشتو کې د قرآن کریم د ترجمو او تفسیر د دورو  په اړه نن له غرمې مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب تر مشرۍ لاندې، ددې وزارت د مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو رئیسانو، د حج چارو د انسجام کمېټې مسؤلینو په ګډون غونډه جوړه شوه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير د يادو درسونو د پيل لپاره د ځايونو د ټاکلو د څرنګوالي په اړه د راپور د اورېدو پر مهال غونډه په خپله  لارښوونکي وینا سره پرانيستله، نوموړي وویل چې په ټول هیواد کې په دوه سوه دوه (۲۰۲) نظامي مرکزونو کې د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر لړۍ چې د شعبان المعظم د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پیل او د روان هجري قمري کال د درمضان المبارک میاشتې په ۲۵ مه نیټې پای ته رسيږي، د اسلامي امارت د مجاهدینو او نظامي منسوبینو لپاره مهمه او اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د هغو شیوخواو علماوو نوملړ چې د دغو درسونو دمخته وړلو لپاره په پام کې نیول شوي دی، ژر تر ژره دې بشپړ شي.

همدا رنګه ملي راډیو او تلویزیون ته د شیوخو د معرفي کولو په اړه هم بحث ترسره شو او لازم تصمیمونه ونیول شول.

همدا راز په  نظامي مرکزونو  برسیره ټاکل شوي ده چې دشعبان المعظم له لومړۍ نېټې څخه د او د رمضان المبارک تر ۲۵ مې نېټې پورې په پښتو او دري ژبو د شیوخو او علماوو لخوا د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره  په ژوندۍ بڼه د ملي راډیو او تلویزیون له لارې نشر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندی په مدینه منوره کې د حج بعثې غونډه تر سره شوه

سه شنبه ۲۶ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق ( ۱۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مدینه منوره: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۲۳
Background image

د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسیده

شنبه ۱۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲ سرطان ۱۴۰۳ هـ ش)

د حج د مناسکو د اداء کولو وروسته له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتکه تیره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته په داسې حال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۱۱
Background image

په مکه مکرمه کې د حج مناسکو د اداء کولو وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د حج پروسې د ارزونې په تړاو غونډه ترسره شوه

پنجشنبه ۱۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۳۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مکه معظمه: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه. . .

BACK TO NEWS