د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډې له پرانیستې ورسته د دترکیې هېواد له ولسمشر سره وکتل .

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۱۲
سفر ترکیه

یکشنبه ۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۳ ثور۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب  د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې د ترکیې هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په جلا توګه وکتل .

ښاغلي اردوغان په افغانستان کې دامن د ټینګښت او له اوسنۍ ښه حالت څخه خوښۍ څرکنده کړه .

په دغه لیدنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له ولسمشر اردوغان  څخه ددې غونډې د جوړېدو له کبله مننه  وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي نړۍ داسې مشورتي غونډو ته ضرورت لري او د داسې غونډې دې لا زیاتې شي.

ښاغلي ثاقب وویل: چې افغانستان د ترکیې له ورور هېواد سره ښې او پرمخ تللي اړیکې غواړي او زیاته یې کړه چې اسلامي نړۍ او په ځانکړي توګه افغانستان له تاسو څخه دا توقع لري چې داسلامي امت دستونزو په هوارولو کې مهم رول اداء کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS