په مکه مکرمه کې د د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال او د جنوب آسیا مؤسسې مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۵۴
جلسه

دوشنبه ۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۱۲ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت  مالي او اداري مرستیال مولوي عارف‌الله عارف او د حج بعثې مسؤلینو په  سعودي عربستان کې د ضیوف البیت (جنوب آسیا) مؤسسې له مسوؤلینو سره لیدنه وکړه، دغه لیدنه د حج مبارکې فریضې د لا ښه تنظیم، د خدمتونو  د همغږۍ او نورو اړوندو مهمو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه .

په دغه لېدنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال وویل، موږ د ضیوف البیت (جنوب آسیا) مؤسسې له مسؤلینو سره رغنده او ګټوره لیدنه درلوده، په دې ناسته کې موږ د افغان حاجیانو لپاره د ښه خدمت، مشاعرو ته د منظم لیږد، حاجیانو ته درې وخته منظم خواړه، ټرانسپورټ او نورو مهمو برخو په اړه تفصیلي خبرې وکړې تر څو  د سږ کال په حج  کې زموږ  د حاجیانو په ښه ډول خدمت ترسره شي.

همداشان د ضیوف البیت (جنوب آسیا) مؤسسې مسؤلینو د حاجیانو د خدمت په برخه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت  هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې موږ به افغان حاجیانو ته د ترسره شویو ژمنو مطابق  خپل خدمات وړاندې کړو  او  د حاجیانو د انتقال، استوګنې، تغذیې، او روغتیايي خدماتو په برخو کې به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او دوی  ژمن دي چې د همکارۍ دغه لړۍ به د حج تر بشپړېدو پورې دوام ومومي.

د یادونې وړ ده، ضیوف البیت (جنوب آسیا) هغه  قرادادي مؤسسه ده، چې د سعودي عربستان د شاهي دولت تر چتر لاندې فعالیت  ترسره کوي او هر کال د حج په موسم کې د مختلفو هېوادونو حاجیانو ته په ځانګړي ډول د جنوبي آسیا له هېوادونو څخه راغلو حاجیانو ته اړین خدمات وړاندې کوي.

 دغه مؤسسه د حاجیانو لپاره د استوګنې، خوړو، ټرانسپورټ، روغتیايي خدمتونو، تسکین او په مشاعرو (منیٰ،  مزدلفه  او عرفات) کې د تنظیم په برخو کې پراخ مسؤلیت لري

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۹:۲۳
Background image

له مکې مکرمې څخه د افغان حاجیانو وروستۍ پرواز نن هېواد ته ترسره شو

دوشنبه ۴محرم الحرام ۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۹ سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

مکه مکرمه – هغه افغان حاجیان چې د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو، د حج فریضې تر اداء کولو وروسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۲۲:۴
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له لوري دچارو ادارې لوی ریاست په انګړ کې د یو محراب جامع جومات دجوړیدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق،مطابق ۴ سرطان۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د حکم پر بنسټ د ارشاد،حج او اوقافو وزارت له  انکشافي بودیجې څخه د چارو ادارې لوی ریاست. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیال په کابل کې دترکیې هېواد له دیني علماوو سره وکتل

۲۶ذوالحجة ۱۴۴۶هـ ق مطابق۲/۴/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور د ترکیې هېواد د مدارسو او دیني علماوو د. . .

BACK TO NEWS