د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ د لوګر ولایت له والي سره د کتنې ترڅنګ د مُتَبَّرك د خوندي ساتلو په موخه د جوړېدونکې ودانۍ چارې وارزولې
۳۰/ذوالقعدة/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۷/ ثور/۱۴۰۵هـ ش
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د یوه هیئت په مشرۍ لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ښاغلي قاري صلاح الدین ایوبي، د ارشاد، حج او اوقافو له رئیس، سیمه ییزو مسؤولینو او یو شمېر علماء کرامو سره وکتل.
ښاغلي وزیر صاحب په دغه لیدنه کې هېوادوالو ته د وړاندې کېدونکو دیني خدماتو د لا پیاوړتیا، د جوماتونو د وضعیت د ښه والي، خلکو ته د ارشادي پروګرامونو او سالم دیني پوهاوي د رسولو او پراختیا، د اوقافي ملکیتونو د ساتنې او اغېزمن مدیریت او د اسلامي او تاریخي آثارو او کلتوري ارزښتونو د خوندي ساتلو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي وزیر صاحب ټینګار وکړ چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په کچه د دیني خدمتونو د لا منظمې پراختیا، د جوماتونو د علمي او ارشادي رول د پیاوړتیا، او د ټولنې د فکري او اخلاقي اصلاح لپاره عملي او دوامدار پروګرامونه تر لاس لاندې لري. نوموړي څرګنده کړه چې علماء کرام د ټولنې د فکري رهبرۍ او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې اساسي محور بلل کېږي او د خلکو ترمنځ د یووالي، ورورولۍ او د ټولنې د پرمختګ په برخه کې ستر مسؤولیت لري.
په همدې حال کې د لوګر والي او نورو مسؤولینو هم د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چې د دیني شعائرو د پیاوړتیا، د خلکو د دیني پوهاوي د لوړولو او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په برخه کې به له وزارت سره لازمې همغږۍ او ګډې اغېزمنې هڅې جاري ساتي تر دې لیدنې وروسته ښاغلي وزیر صاحب د تللي هیئت او د ولایت د مسؤولینو په ملتیا په لوګر ولایت کې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوب متبرَّک (کمیس او خولۍ مبارکې) د خوندي ساتنې لپاره د جوړېدونکې ودانۍ له روانو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
دغه ودانۍ چې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له اوقافي بودیجې څخه د شاوخوا پنځه دیرش (۳۵) میلیونه افغانیو په ارزښت، له ټولو اړینو ملحقاتو سره، په پاخه او اساسي ډول جوړیږي، تر دې مهاله یې چارې شاوخوا (۶۰٪) سلنه بشپړې شوې دي.
ښاغلي وزیر صاحب د پروژې د چارو د ارزونې پر مهال د قراردادي شرکت مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د یادې ودانۍ چارې دې په ټاکلې موده کې، د لوړ کیفیت او معیاري اصولو سره سمې بشپړې شي، ترڅو د اسلامي او تاریخي آثارو د خوندي ساتنې لپاره مناسب ځای رامنځته شي.
