د ارشاد حج او اوقافو وزارت او عزیزِ بانک تر منځ د همکارۍ تړون لاسلیک شو!

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۳۱ - ۱۱:۵۴
عزیزی بانک

يکشنبې، د ۱۳۹۹ ل.ل کال د وږي ۳۰نيټه

په دغه مناسبت جوړې شوې غونډې کې د دواړو خواوو رهبرۍ ګډون کړي ؤ، ډاکتر امين الدين مظفري د ارشاد حج او اوقافو وزرات مسلکي معين او عزيزي بانک عامل هيئت مرستيال محمد سليم حبيبي په واسطه دغه تړونليک لاس ليک شو.

په پيل کې ډاکټر امين الدين مظفري د دغه وزارت مسلکي معين لخوا ميلمنو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د دې تړونليک لاسليکول يو مبث او ګټور ګام وباله نوموړي زياته کړه چې د ارشاد حج او اوقافو وزارت عزيزي بانک سره د دې تړونليک له مخې ژمن دي چې خپل کارکونکو  ته غوره خدمتونه وړاندې کړي چې د دې تړون لاسليک يې غوره بيلګه ده.

ورپسې محمد سليم حبيبي د عزيزي بانک د عامل هيئت مرستيال په خپلو خبرو کې وويل: عزيزي بانک تل هڅه کړې ده چې کارکونکو او خپلو پېرودونکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي تر څو له کومې ستونزې سره مخامخ نه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۶:۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷هـ ق کال حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا اعلان کړه

چهارشنبه، ۱۴/ صفر المظفر/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۷ /اسد/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس له لارې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

له سعودي عربستان څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د وروستي پرواز په رارسېدو سره د سږني کال د حج پروسه پای ته ورسېده

چهارشنبه، ۱۵/ محرم الحرام/۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۱۰/ سرطان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له پلان سره سم، له سعودي عربستان څخه هېواد ته د ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال، د حجاج کرامو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

BACK TO NEWS