د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه!

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۸ - ۱۳:۱۷
اعلامیه

د پاکستان د حقانيه مدرسې د کمزورې حافظې شاګرد حامدالحق، چې علمي سویه یې د یو مبتدي طالب العلم سره هم نده برابره، د حکومتونو په استازیتوب او لمسون د افغانستان په اړوند موضوعاتو خبرې کوي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دې کمزوري شخص ماشومانه خبرې په کلکه غندي او دا د ځينو استخباراتي کړيو په لارښوونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي.
ټولې نړی ته ثابته ده، چی د ګاونډي هېواد استخباراتي اداره د همدې مدرسو په واسطه تل زمونږ په هېواد کې جنګ ته لمن وهلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ټولې تروریستی او ترهګریزې ډلې په همدې دیني مدرسو کې پټنځایونه لري او ترهګر روزي. د افغانستان مسلمان ولس ته واضحه او څرګنده ده، چې ټولې ترهګرې ډلې په ګاونډي هېواد کې فعالیت کوي او د داسې کمزورو او بي علمه کسانو په بې بنسټه خبرو نه غولېږي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پاکستان د اسلامي نظریاتي کُنسل نه رسماً غواړي، چې د دې شخص د ماشومانه څرګندونو په اړه خپل رسمي دریځ واضح کړي، چې آیا دا د دوی په استازیتوب خبرې کوي؟ او آیا دا خبري يې د کامل هوش په حالت کي کړي دي کنه؟ ځګه دا ډول څرګندوني د سليم عقل خاوند او د عالم شخص څخه هيڅ صورت نشي تر سره کېدای.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته ورسېد

۱/ ذوالقعده/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۹/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان، چې د ننګرهار ولایت (۳۴۶) تنه حجاج پکې شامل وو او د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه یې نن سهار په ۳:۳۰ بجو د کام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو

جمعه، ۳۰/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۸/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا نن سعودي عربستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال د افغان حاجیانو د انتقال بهیر د پیل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو. . .

BACK TO NEWS