د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د معلمینو لپاره علمي او عملي روزنیز سیمینار پیل شو

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۰:۲۷
مسینار معلمین

نن: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې د حاجیانو د معلمینو لپاره عملي او علمي سیمینار په رسمي ډول پیل شو.

چې په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم معین شیخ عزیز الرحمن منصور، ددې وزارت مرکزي رئیسانو او یو شمیر د حاجیانو معلمینو ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د یاد وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ عزیز الرحمن منصور د قرآن کریم او د نبوي احادیثو په رڼا کې د یو ښه معلم  صفتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د حاجیانو معلمین د حج مسائلو تر څنګ د دې له فضایلو څخه هم خبر دی. نو دا مسائل په پوره حوصلې سره د دې قدرمنو حاجیانو ته هم تدریس کړې.

همدا راز ښاغلي منصور وویل: د حاجیانو معلمي یو لوی او ملي مسؤلیت دي دا چې تاسو باید د حج په ګنګره کې د غیور ملت استازی اوسئ او د اسلامي نظام او اسلامي امارت لپاره د ښه اخلاقو سره ښه نوم او بریا راوړئ.

په ورته وخت کې، د دیني تعلیماتو او تدریب ائمه رئیس مولوي محمد اشرف حقاني وویل: نن د (میدان وردک، کابل، پنجشیر، پروان، کاپیسا، دایکندی) ولایتونو د حجاج کرامو معلمینو ته د شیوخو لخوا د خپل مسؤلیت او دندې لپاره د غوره چمتووالي په تړاو تر یوې اونۍ پوري زده کړی ورکول کیږي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې د یاد  سیمینار موخه دا ده، چې د حج له پروسه سره د حاجیانو معلمینو بلدتیا، د هېواد دننه او په سعودي عربستان کې خپلې دندې په ښه ډول ورپیژندل او همدا راز په ولایتونو او ولسواليو کې د تلونکو حاجیانو لپاره درسی حلقي او په سعودی عربستان کې په منظم ډول حجاج کرامو ته ددینی حلقو جوړول شامل دی .

د یادونې وړ ده چې د وزارت رهبري د راتلونکي کال د حج په پروسه کې د اسانتیاوو او روڼتیا په موخه د یوې آزادی سیالۍ له لارې هغه علماء کرام چې  تر آزموینې وروسته بریالی شوی دی د حجاجو کرامو د معلم په حیث وټاکل شول 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

BACK TO NEWS