د ارشاد، حج او اوقافو وزير د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۱۱:۲
وزیر خارجه ترکمنستان

دارشاد، حج اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي، ورسره هيئت او په عشق اباد کې دافغانستان سفیر نن د دوست هېواد ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر او سیاسی مرستیال سره وکتل .

ياده ليدنه کې د افغانستان د سولې په پروسه خبرې وشوې او دترکمنستان هیواد د افغان حکومت د سولې له طرحې کلک ملاتړ وکړ.

محمد قاسم حلیمي د دواړو هيوادنو پر دیني، علمي او اقتصادي اړيکو ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې د دي وخت را رسیدلی ده چې د دواړو هيوادنو د علماوو تر منځ اړیکي تر بل هر وخت پیاوړې شي.

ښاغلي حلیمي د ترکمنستان له دولت او خلکو مننه وکړه چې له افغان مهاجرو سره یې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې نېک او د دوستي برخورد کړی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزير پلازمېنه کابل کې د لوی دیني کتابتون د جوړېدو ژمنه وکړه او په وينا یې ډير ژر به د اسيايي هيوادونو د علماوو شورا جوړه کړي.

ياده ليدنه کې ژمنه وشوه چي د دواړو هيوادنو د علماوو ګډ کنفرانس به د افغان دولت په کوربه توب هرات ولايت کې جوړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS