د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډې له پرانیستې ورسته د دترکیې هېواد له ولسمشر سره وکتل .
یکشنبه ۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۳ ثور۱۴۰۳ هـ ش)
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلی شیخ الحدیث سر محقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې د ترکیې هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په جلا توګه وکتل .
ښاغلي اردوغان په افغانستان کې دامن د ټینګښت او له اوسنۍ ښه حالت څخه خوښۍ څرکنده کړه .
په دغه لیدنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر له ولسمشر اردوغان څخه ددې غونډې د جوړېدو له کبله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اسلامي نړۍ داسې مشورتي غونډو ته ضرورت لري او د داسې غونډې دې لا زیاتې شي.
ښاغلي ثاقب وویل: چې افغانستان د ترکیې له ورور هېواد سره ښې او پرمخ تللي اړیکې غواړي او زیاته یې کړه چې اسلامي نړۍ او په ځانکړي توګه افغانستان له تاسو څخه دا توقع لري چې داسلامي امت دستونزو په هوارولو کې مهم رول اداء کړي