د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان په جدې ښار کې د حج د ستر کنفرانس او نندارتون څخه لیدنه.
۲ ذوالحجة ۱۴۴۴ هـ ق (۳۰ جوزا ۱۴۰۲ هـ ش)
د ندوة الحج الکبری کنفرانس د سعودي عربستان په جدې ښار کې ترسره شو او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب هم په دې نندارتون کې ګډون درلود، چې د لومړي ځل لپاره د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت پلانونه او عملي پروګرامونه تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې د حاجیانو د خدمتونو د ښه والي په اړه څرګند کړل.