د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۰:۱۱
سفیر ایران

یکشنبه ۱۲ غويي ۱۴۰۰

نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي ډاکټر بهادر امینیان سره د دواړه هېوادونو د مذهبي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په موخه ولیدل.

په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حليمي د دواړو ګاونډیو هېوادونو په دیني، مذهبي او کلتوري برخه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې موږ غواړو د اسلامي نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره په دیني، مذهبي او کلتوري برخه کې پراخې او نږدې اړیکې ولرو.

نوموړي زیاته کړه: د وسطیت او اعتدال او همدارنګه د افکارو د تبادلې په موخه باید د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ لوی علمي او څېړنیز سمینارونه جوړ شي، همداشان د دواړو هېوادونو د علماوو تر منځ ښه همغږي رامنځته شي.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه: دواړه مسلمان وروڼه او دوست هېوداونه د حج او عمرې په برخه کې باید خپل تجارب یو له بل سره شریک کړي.

ورپسې په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي ډاکټر بهادر امینیان خبرې وکړې. نوموړي وویل: افغانستان او ایران دواړه نږدې ګاونډي هېوادونه دي، چې ډېر نږدې مذهبي او کلتوري مشترکات لرو چې د دغو مشترکاتو د تقویه لپاره باید کډ کار وکړو

نوموړي زیاته کړه: ایران په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې غوښتونکی دی او د ایران علماء هم چمتو دي، چې له افغان علماوو سره په دې برخه کې هر راز همکارې وکړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS