د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت او د کویټ شاهي دولت د اسلامي شئونو او اوقافو وزارتونو ترمنځ د همکاریو د هوګړه لیک د نهایي کېدو پروسې ګړندۍ کول.

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۴:۵۱
ویدیو کنفرانس

پنجشنبه 17 د تلې 1399
د ارشاد ، حج او اوقافو سرپرست وزیر او اړوندو چارواکو په کویټ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر سید جاوید هاشمي سره د ویډیو کنفرانس له لارې د ارشاد ، حج او اوقافو وزارت او کویټ هېواد د اسلامي شئونو او اوقافو وزارت ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک د لاسلیک پروسې د ګړندي کولو او څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
تمه ده، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د کویټ دولت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د کویټ حکومت د شئون اسلامي چارو وزارت تر منځ د اسلامي ثقافت، د علماوو د هراړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اسلامي چارو د پرمختګ په برخه کې د دواړو هیوادونو د تجربو، هڅو او د افکارو د تبادلې په برخه کې هوکړه لاسلیک شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS