د اسلام له نظره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د علماء کرامو علمي خبرې اترې) تر عنوان لاندې تلوېزیوني بحث ترسره شو

چهارشنبه ١٩ لیندۍ ١٣٩٩
نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په نوښت (د اسلام له نظره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د علماء کرامو علمي خبرې اترې) تر عنوان لاندې په کابل کې د ارزو نړیوال خصوصي تلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه تلوېزیوني بحث ترسره شو.
په دغه بحث کې د هېواد جید عالم شیخ القرآن مولوي عبدالسلام عابد، د کابل پوهنتون استاد او د شرعیاتو پوهنځۍ د ماستري برنامې مشر دوکتور عبدالباري حمیدي، د کابل پوهنتون استاد دوکتور فضل الرحیم بصیرت او د پوهنې وزارت سلاکاره آغلې زینب موحد ګډون کړی و.
د بحث په پیل کې شیخ القرآن مولوي عبدالسلام عابد په ټولنه کې د علم او زده کړې په ارزښت خبرې وکړې. نوموړي د اسلام له نظره د علم زده کړه په هر نارینه او ښځینه مسلمان فرض وګڼله. نوموړي د جوماتونو له امامانو او خطیبانو څخه وغوښتل، چې د جوماتونو د منبرونو له لارې خلکو ته د اسلام د مبارک دین اهداف او په ټولنه کې د انفرادي او اجتماعي مسؤلیت په اړه عامه پوهاوی وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت سلاکاره آغلې زینب موحد د اسلام له نظره د قرآني ارشاداتو په رڼا کې د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې. نوموړې په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې ستونزې او ننګونې په ګوته کړې او د حل لارو له پاره یې خپل وړاندیزونه درلودل.
ورپسې د بحث بل ګډونوال د کابل پوهنتون استاد ښاغلي دوکتور فضل الرحیم بصیرت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لاملونو په اړه بحث وکړ. ښاغلي بصیرت د تاوتریخوالي لوی لامل روانه څلوېښت کلنه جګړه یاده کړه. هغه وویل: دا جګړه ده، چې فقر رامنځته کوي او ډېری وخت د فقر له وجې هم تاوتریخوالی رامنځته کېږي.
نوموړي بل لوی لامل له دیني احکامو څخه د خلکو نا خبري یاده کړه او زیاته یې کړه، چې ددیني فرهنګ پر ځای خلکو بې ځایه رواجونو او دودونو ته ترجیح ورکړې ده.
د بحث بل ګډونوال د کابل پوهنتون استاد او د شرعیاتو پوهنځي د ماستري برنامې مشر دوکتور عبدالباري حمیدي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د راکمولو او د لمنځه وړلو په اړه بحث وکړ او د تاوتریخوالي د راکمولو او لمنځه وړلو په اړه یې لاندې وړاندیزونه درلودل.
١۔ په کورنۍ کې باید والدین د اولادونو د روزنې او هغوی ته د ټولنیزو اخلاقو په لېږد کې ښه مدیریت ولري.
٢۔ د هلکانو د مدرسو او ښوونځیو تر څنګ دې د نجونو مدرسې او ښوونځي هم تقویه شي.
٣۔ د ژوند په ټولو چارو کې د الله تعالی احکام او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو تطبیق یې تر ټولو مهمه او غوره لار یاده کړه.
دغه یو ساعته ژوندۍ تلوېزیوني خپرونه په تالار کې د ناستو ګډونوالو پوښتنو ته په ځواب ویلو سره پای ته ورسېده.