د هېواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزې د غوره لمانځنې په موخه د ارشاد ، حج او او قاف وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه. 

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۱۲:۳۱
استرداد

د هېواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزې د غوره لمانځنې په موخه د ارشاد ، حج او او قاف وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه. 
کابل : افغانستان ؛ شنبه ۱۳۹۸چنګاښ ۲۹
دا غونډه چې د ارشاد حج او او قافو وزارت په مقام کې چمتو شوی وه 
غونده کې د ارشاد حج او اوقافو وزیر مولوی عبدالحکیم منیب او د چارو اداري رئیس سید عبدالوحید قتالي سربیره د وزارت مالي او ادراي مرستیال ملا تاج محمد مجاهد د وزارت د رهبرۍ هئیت ځینو غړو او د دواړو ادارو ګډ کمسیون غړو شتون در لود . 
لومړی د کلام مجید څو مبارک آیاتونه تلاوت شول . 
په پیل کې سید عبدالوحید قتالي د درنښت او احترام وروسته وویل : دا چې د هېواد په خپلواکۍ کې علمای کرامو پوره رول لوبولی او د هېواد خپلواکي د علمای کرامو ، روحانیونو، قاریانو او د هېواد مفتیانو د هلو ځلو ثمره ده د جلالتمأب ولسشمره د لارښونې په  بنسټ باید د هېواد د غوره او نامتو علمای کرامو ، حافظانو ، دیني لیکوالانو ، مفسرین ، مفتیان ، سیرت پوهان او دیني چارو پرمخ وړونکې باید وستایل شي چې په دې برخه کې د ار شاد ، حج او اوقافو وزارت کې د شته علمی کدرونو ، هوډ منو او پیاوړو همکارانو لارښونې ګټوری دي د دې ستر تاریخي ویاړ په لمانځنه کې . 
بیا د ارشاد حج او اوقافو نوښتګر پیاوړي او ټولمنلی وزیر مولوی عبدالحکیم منیب د هېواد خپلواکۍ د سلمی کلیزی په مناسبت د همکارۍ په مشخص کولو وویل : وزرات هر ډول همکارۍ ته چتمو ده او په دې برخه کې  مهم او ټولمنلي ګامونه اخیستی دي . چې ښه بیلګه یې په وزارت کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمی کلیزې د چمتوالي کورنۍ کمیټه ده چې د چارو د ادارې سره په ګډه چارې پرمخ وړي . 
ورپسی د ارشاد ، حج اواوقافو وزیر کورنۍ کمیټې ته اړینې سپارښتنې وکړی . غونډه د هېواد د خیر او ښې را تلونکې په دعا پایته ورسېده

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه

جمعه، ۴/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۴/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ‏د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا. . .

BACK TO NEWS