د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قاریانو چارو ریاست ته نوي رئیس معرفي کړ.
![معرفی ریس قاریان](/sites/default/files/2022-03/whatsapp_image_2022-03-10_at_3.04.18_pm.jpeg)
نیټه: ۱۴۴۳/۸/۶ ه ق - ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ ه ل
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د رهبري له لوري مولوي عبدالغفار ثاقب ددې وزارت د قاریانو چارو ریاست ته د نوي رئیس په توګه معرفې او په کار یې پیل وکړ.
په ددی غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اداري او مالي ریاست سرپرست رئیس مولوي عبدالولي خبرې وکړې. نوموړي وویل: چې په ادارو کې ادلون بدلون یو اصل دی، او دغه بدلونونه د لا ښه خدمت او غوره چوپړتیاوو په موخه ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د ارشاد، حج او او قافو وزارت به د افغانستان د اوسني نظام اساسي او سپېڅلو اهدافو ته د رسېدو او هېوادوالو ته د غوره خدمت په لاره کې هېڅ راز هلې ځلې او همکارۍ ونه سپموي.