په مکه مکرمه کې د حج مناسکو د اداء کولو وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د حج پروسې د ارزونې په تړاو غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۴ - ۱۳:۱۱
پس از انجام موفقانه مناسک حج، جلسهء ارزیابی پروسه حج تحت ریاست وزیر ارشاد، حج و اوقاف در مکه مکرمه برگزار گردید.

پنجشنبه ۱۴ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۳۱ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

سعودي عربستان، مکه معظمه: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د حج مناسکو تر اداء کولو وروسته د افغانستان د حج قنسلۍ رئیس او منسوبینو، د ټولو کمېټو مسؤلینو، مرکزي او ولایتي رئیسانو په شتون کې د مکې معظمې د حج بعثې په مرکزي دفتر کې غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د غونډې د پیل وینا وکړه او زیاته یې کړه: د شکر ځای دی چې د کاري کمېټو د مسؤلینو او اعضاؤ په مخلصانه هلو ځلو د حج مناسکو پروسه له کومې لوې ستونزې پرته په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

ښاغلي ثاقب د حج پروسې په ټولو اړخونو رڼا واچوله او د کاري کمېټو له مسؤلینو څخه یې د ترسره شوو کارونو راپورونه واورېدل او له هغو څخه یې د قوت د نقطو د لانور قوي کولو او د موجودو ستونزو او مشکلاتو په رسمي ډول د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت او خدماتي مؤسسو سره د شریکولو هدایت وکړ تر څو په راتلونکي حج کې ورته پام لرنه وشي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حاجیانو د لېږد او هېواد ته د بیرته ستنیدو پر بهیر خبرې وکړې چې د اړونده کمېټو مسؤلينو او کارکونکو بشپړ چمتوالی وښود او زياته يې کړه چې په ټول توان سره به په دغه پروسه کې خپل خدمت ترسره کوي.

د غونډې په پای کې د راتلونکي حج لپاره د لازیاتو اسانتیاوو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو مفصلې خبرې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS