حلیمي: د پاکستان سترو علماوو، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله

bakhshi_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۰ - ۱۰:۵
کنفرانس مطبوعاتی وزیر

شنبه، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۰

کابل، افغانستان: د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وایي، د پاکستان علماوو، د پاکستان او افغانستان د علماوو کنفرانس کې چې لس ورځې مخکې په مکه مکرمه کې جوړی شوی وو، په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله.

د افغانستان او پاکستان د علماوو کنفرانس د رابطه عالم اسلامي سازمان تر چتر لاندې، د غبرګولي په شلمه، د مکې مکرمې په ښار کې جوړ شوی وو.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، محمد قاسم حلیمي، چې د افغانستان علماوو د پلاوي په استازیتوب یې په یاد کنفرانس کې ګډون کړی وو، نن دوشنبه د غبرګولي په ۲۹مه، د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا سرپرست سره په ګډ خبري کنفرانس کې په مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان د علماوو کنفرانس، مهم وباله.

هغه زیاته کړه، د طاهر اشرفي او حامد الحق حقاني په ګډون د پاکستان علماوو، چې د مکې په کنفرانس کې یې افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله، د یاد کنفرانس له جوړېدو څو ورځې مخکې د طالبانو تر څنګ د یادې ډلې په ګټه فتوا ورکوله.

ښاغلي حلیمي زیاته کړه، چې د پاکستان د علماوو ترڅنګ، د اسلامي فقې مجمع او رابطه عالم اسلامي علماوو، د مکې امام او په یاد بنسټ پورې اړوند ټولو هېوادونو د مکې کنفرانس کې په یوه غږ په افغانستان کې روانه جګړه ناروا اعلان کړه او د خبرو اترو له لارې د جګړې پایته رسېدو غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا سرپرست، مولوي سردار ځدراڼ، په دې خبري کنفرانس کې د هېواد په کچه له دیني عالمانو غوښتنه وکړه چې ټول د شورا تر څنګ ودرېږي او په هېواد کې د سولې ټینګېدو لپاره ګټورې مشورې ورکړي.

ښاغلی ځدراڼ، ډاډ ورکړ چې د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا دروازه د افغانستان د ټولو علماوو پر مخ خلاصه ده او یاده شورا د علماوو د بسیج کولو لپاره، کار کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۶/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی سرپرست وزیر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شو

د صفرالمظفر ۱۴۴۳ ھجري قمري

۱۸ وږي ۱۴۰۰ هجري لمريز کال

نن د افغانستان اسلامي امارت د رهبري شورا غړي ښاغلي شیخ الحديث مولوي عبدالحکیم حقاني له لوري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

کابل ته د هېواد له بېلابیلو ولایتونو څخه د بیځایه شویو کورنیو غوښتنه.

لَن تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ (ال عمران ۹۲)

ژباړه: له سره به ونه مومئ تاسي( پوره) نیکي، تر هغې پورې چې خرچ کړئ تاسې (په لاره د الله کې) ځیني له هغو شیانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د افغانستان پرانيستې دولت‌دارۍ مشارکت اعلاميه

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت د ملي عمل درېيم پروګرام د تدوين بهير په نېږدې ورځو کې پيلېږي.

د پرانيستې دولتدارۍ مشارکت  (OGP) د لارښود په بربنسټ، د دغه. . .

BACK TO NEWS