د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن عظیم الشان د ترجمو او د تفسیر دورو لړۍ پيل کړه

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۹:۳۹
سمینار دوره تفسیر

۲۹ رجب المرجب ۱۴۴۶ هـ ق (۱۱ دلو ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري نن د ټول هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن عظیم الشان د ترجمو او د تفسیر دورو د پیل په تړاو غونډه ترسره کړه، چې پکې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ددې وزات مرستیالانو، د هېواد جیدو علماء کرامو، شیوخو، مفتیانو، د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازو او د وزارت د مرکزي ریاستونو رئیسانو گډون کړی وو.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، چې په سر کې دجوماتونو عمومي رئیس مولوي محمد اشرف حقاني د ټول هېواد په لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم د ترجمو او دتفسیر دورو په تړاو گډونوالو ته معلومات ورکړل.

نوموړي وویل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ابتکار او داسلامې امارت دمشرتابه له لارښونې سره سم به د قران کریم د ترجمو او تفسیر دورې د شعبان المعظم میاشتې له لومړۍ نېټې څخه پیل او د رمضان المبارک میاشتې تر (۲۵) مې نېټې پورې به د هېواد په لویو نظامي مرکزونو او دغه راز به په ملي راډیو تلویزیون کې په دواړو ملي( پښتو او دري) ژبو نشـر شي.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سر محقق دکتور نور محمد ثاقب د غونډې ګډونوالو ته د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر په ارزښت عالمانه او هر اړخیزه وینا واوروله، نوموړي وویل: مونږ او تاسو په داسې یوه غونډه کې راټول یوو، چې د تېر په څیر به د هېواد په ټولو لویو نظامي مرکزونو کې د قرآن کریم ترجمې او د تفسیر دورې پیل کیږي، چې همدا نن د مرکز د دې غونډې ترڅنګ په (۳۴) ولایتونو کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورو د پیل په تړاو غونډې ترسره کیږي .

همدارنګه ښاغلي ثاقب وویل: الحمدلله د ویاړ ځای ده چې داسلامي امارت له راتګ سره سم په لویو نظامي مرکزونو کې پرلپسې د څلورم کال لپاره داسلامي امارت دمشرتابه له  لارښونې سره سم، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د قرآن کریم ترجمې او د تفسیر دورې پیل کېږي، چې لله الحمد هر کال پکې توسیع او زیادت راځې, سږ کال به په(۳۳۴) لویو نظامي مرکزونو کې دقران عظیم الشان ترجمې  ترسره شي چې له دې جملي څخه (۴۱) مرکزونه په کابل کې او پاتې (۲۹۳) مرکزونه په ولایاتو کې دې .

ښاغلي ثاقب د خپلو خبرو په ترڅ کې شیوخو او علماء کرامو ته ځینې مهمې او اړینې سپارښتنې وکړې او زیاته ېی کړه چې د قران کریم ترجمه او تفسیر باید په خپل وخت ترسره شي، د ترجمې ګډونوالو او مجاهدینو ته دې حاضري لازمې وګرځول شي او مجاهدینو ته دې د ښو اخلاقو، اخلاص، صداقت او دیانت لارښوونې وشي.

په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال، دملې دفاع وزارت او د استخباراتو لوی ریاست استازو او دغه راز رابلل شویو شیوخو په خپل وار سره کټوري خبرې وکړي او د ارشاد، حج او اواقافو وزارت د دې کار ستاینه یی وکړه او دایې یو ستر خدمت وباله او وې ویل چې دوی به خپل ټول هغه امکانات او سهولیات چې په واک کې یې لري د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا رامعرفي شوو شیوخو ته برابر کړي.

غونډه د محترم شیخ محمد  اسماعیل رحماني  په دعائیه کلماتو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۳:۱۸
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي سوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څخه لیدنه وکړه

جمعه، ۴/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۴/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یوه هیئت په مشرۍ په مزار شریف ښار کې د بلخ اوقافي. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۸:۱۶
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د هېواد په کچه له غیر رسمي علماء کرامو سره د انسجام او همغږۍ د غونډو په دوام د سرپل ولایت له علماوو سره غونډه ترسره شوه

چهارشنبه، ۲/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۲/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د هدایت او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د محترم وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۷
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د جوزجان ولایت له غیر رسمي علماء کرامو سره غونډه ترسره شوه

سه شنبه، ۱/ جمادی الأولی/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۱/ میزان/ ۱۴۰۵هـ ش

‏د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ‏د هدایت پر اساس، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا. . .

BACK TO NEWS