د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په مشرۍ ، دیني عالمانو د کابل پوهنتون د وروستۍ پېښې قربانیانو او امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړه.

bakhshi_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۹:۵۸
اهدای خون

چهارشنبه ٢١لړم ١٣٩٩
دغه غونډه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په نوښت د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو په همکارۍ د کابل پوهنتون د استادانو، زده کونکو او ګڼ شمېر دیني عالمانو په ګډون (د علم او ​​معرفت مظلومو قربانیانو! زموږ وینه دې له تاسو قربان وي) تر شعار لاندې پیل شوه.
د غونډې له پیل مخکې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او مسلکی مرستیال له لوري د شهیدانو د یاد په موخه د ګلونو اکلیل کېښودل شو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي د پوهنتون رهبري، زده کونکو، د لوړو زده کړو وزارت او د پیښې د قربانیانو کورنیو ته خپل د تسلیت مراتب وړاندې کولو ترڅنګ وویل: علماء کرام تل د خپل ولس او خلکو ترڅنګ ولاړ دي، چې ښه مثال یې د نن د ورځې دغه مراسم دي، چې علماء د خپل وجود تر ټولو بهترینه ډالۍ یعنې خپله وینه په هېواد کې د وروستيو پېښو ټپیانو ته ډالۍ کوي.
ښاغلي حلیمي د خپلو خبرو په دوام وویل: علماء کرام د قران کریم د سپېڅلو آیتونو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم احادیثو په استناد د حقایقو په تشریح کولو او د دښمنانو ناوړه پلانونو په افشا کولو سره ستاسو په څنګ کې ولاړ دي او ستاسې له حقونو څخه دفاع کوي. هغه زیاته کړه، چې د علماوو پر وړاندې د ښووونځي، مدرسې او پوهنتون تر منځ هیڅ توپیر نشته؛ نو راځئ چې د دې هیواد دښمنانو ته اجازه ورنکړو چې د دین په اړه د پروپاګندونو ،شعارونو او غلط فهمیو څخه ګټه پورته کړي.
ورپسې د کابل پوهنتون رییس پوهاند محمد عثمان بابر د ارشاد، حج ، اوقافو وزارت او علماء کرامو څخه د مننې تر څنګ ددې پېښې د قربانیانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د پیښې په اړه یې له معلوماتو له وړاندې کولو وروسته د کابل پوهنتون پر فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا واچوله.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو مرستیال وحید مجروح هم خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست محمد قاسم حلیمي، ددې وزارت مسلکي مرستیال دوکتور امین الدین مظفري او ګڼ شمېر علماوو د خپل وجود یوه اندازه وینه د کابل پوهنتون او امنیتي ځواکونو ټپيانو ته اهداء کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

د تسلیت پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد د پرمختګ او د بیان د ازادۍ دښمنانو د خپلو تېرو او نه بخښونکو جنایتونو پر دوام، پرون مازدیګر د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې په یوه. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۱۴:۱۶
Background image

په هرات کې د انصاري د وروستیو څرګندونو په تړاو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلامیه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د انصاري وروستۍ څرګندونې په کلکه غندي او دا ډول غیر مسؤلانه او مغرضانه څرګندونې د ټولو اسلامي او شرعي اصولو سره په ټکر او د هېواد د نافذه قوانینو پر خلاف. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۰:۱
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په 36 هېوادونو کې د افغانستان له سفیرانو سره د افغان سولې په تړاو خبری.

پنجشنبه ٣٠ سلواغې ١٣٩٩

کابل: نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په ګډون په 36 هېوادونو کې د افغانستان له سفیرانو سره د افغان سولې په تړاو د. . .

BACK TO NEWS