د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د رابطة العالم الإسلامي نړیوال سازمان له مشر سره وکتل

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۱۱:۲۲
ملاقات با رابطه العالم

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د رابطة العالم الإسلامي نړیوال سازمان له مشر دکتور محمد بن عبدالکریم العيسى سره وکتل. په دغه لېدنه کې چې د دکتور محمد بن عبدالکریم العيسى په رسمي بلنه په مکه مکرمه کې د رابطة العالم الإسلامي نړیوال سازمان په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، د ښاغلي ثاقب ترڅنګ د افغانستان اسلامي امارت د سرحداتو، قومونو او قبایلو وزير مولوي نورالله نوري او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ځینو رئیسانو ګډون درلود. شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب د دغه سازمان له مشر ښاغلي دکتور محمد بن عبدالکریم العيسى سره په دیني او علمي برخو کې په دوه اړخېزو همکاریو، د اسلامي امت د ستونزو په حل کولو او د اسلامي امت د هويت او حیثیت په ساتلو او پیاوړي کولو بحث او مفصلې خبرې وکړې. د رابطة العالم الإسلامي نړیوال سازمان مشر دکتور محمد بن عبدالکریم العيسى د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب ته په افغانستان کې د اسلامي امارت د فتحې او بریالیتوب مبارکي ورکړه او د اسلامي امارت د کړنو په ځانګړې توګه د عمومي عفوې ستاینه یې وکړه. او د افغانستان اسلامي امارت سره یې د هر ډول همکارۍ  ډاډ څرګند کړ. ښاغلي العيسى په خپلو خبرو کې وویل چې ډیر ژر به د افغانستان او د رابطة العالم الإسلامي سازمان د علماوو ګډې ناستې ترسره شي. د یادونې وړ ده چې رابطة العالم الإسلامي یو نړیوال سازمان دی چې مرکزي دفتر یې د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې دی او د نړۍ اکثریت اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري.   دغه سازمان په نړۍ کې د اسلامي ارزښتونو د څارلو او ورڅخه د دفاع په برخه کې له غړو اسلامي هېوادونو سره په ګډه کار کوي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۲۱:۱۲
Background image

له افغانستان څخه د حاجیانو لومړۍ ډله په خیر سره مدینې منورې ته ورسېده

پنجشنبه ۱ ذوالقعدة ۱۴۴۵ هـ ق (۲۰ ثور ۱۴۰۳ هـ ش)

د افغانستان حاجیان پرون شپه د کابل نړیوال هوايي ډگر کې د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره له الوداع وروسته د آریانا افغان هوايي شرکت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۲۹
Background image

پرون له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو لومړنۍ الوتنه ترسره شو.

پنجشنبه ۳۰ شوال ۱۴۴۵ هـ ق (۲۰ ثور ۱۴۰۳ هـ ش)

‏د مرکزي زون حاجيانو لومړۍ الوتنې د پيل غونډه نن د کابل نړيوال هوايي ډګر د بهرني ترمينل په تالار کې جوړه او لومړنۍ الوتنه ترسره شوه، چې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۰:۱۴
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د الکترونیکي مسار کمېټې (د حاجیانو ویزې د چاپ سیسټم) له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

جمعه ۲۴ شوال المکرم ۱۴۴۵ هـ ق (۱۴ ثوز ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو محترم وزیر شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نور محمد ثاقب د الکترونیکي مسار کمېټې له کاري جریان څخه لیدنه. . .

BACK TO NEWS