د تسلیت پیغام

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۰:۱۸
پیام تسلیت

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد د پرمختګ او د بیان د ازادۍ دښمنانو د خپلو تېرو او نه بخښونکو جنایتونو پر دوام، پرون مازدیګر د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې په یوه تروریستي برید کې د ننګرهار ولایت د انعکاس راډیو تلویزیون درې ښځینه کارکوونکي شهیدانې کړې.

اِنَّالِلَه وَاِنَّااِلَيْهِ رَاجِعُوْنَ

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري هیئت د دغې تروریستي پېښې د سخت غندلو تر څنګ پر بې ګناه هېوادوالو په ځانګړي ډول پر ښځو (د ټولنې پر مظلوم قشر) تروریستي بریدونه د اسلام مبین دین د ارشاداتو، افغاني کلتور، د سولې روحیې خلاف، د بیان پر ازادۍ او ولسواکۍ برید بولي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبري هیئت د الله تعالی له دربار څخه د پېښې شهیدانو ته فردس جنت، کورنیو، دوستانو، خواخوږو، د ننګرهار ولایت مقام او د هېواد د رسنیو کورنۍ ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب وړاندې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۱۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د هېواد یو شمېر رسمي او غیر رسمي جوماتونو ته د فرش (جای نماز)د وېش لړۍ بشپړه شوه

سه شنبه، ۶ جمادي الاول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۶ عقرب ۱۴۰۴ هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مفتي نور محمد ثاقب صاحب د هدایت له مخې، د یوې مؤظفې کمېټې تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۱:۱
Background image

په لوګر ولایت کې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته د منسوب مُتَبَرَّک د ساتنې لپاره د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۲۷ربیع‌الأول ۱۴۴۷هـ ق،مطابق: ۲۹ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نور محمد ثاقب د هدایت پر اساس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

BACK TO NEWS