د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د غونډو په تالار کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون د پوهاوې په پار غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۳:۳۲
دسترسی به اطلاعات

چهارشنبه ٢٨ لړم ١٣٩٩
غونډه دقران کريم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه. ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د پلان او پاليسي مرستیال محمد عثمان طارق د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون مرستیالې آغلې نجیبه مرام او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د افغانستان هر وګړی حق لري، چي قانون مطابق د ارشاد، حج اواوقافو وزارت د کړنو او فعالیتونو څخه خبر شي او ددې وزارت اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. هغه زیاته کړه: کله چي هېوادوال اطلاعاتو لارسرسی ولري، نو پرېکړه، اظهار دنظر او وړانديزونه په ښه ډول وړاندې کولی شي .
ښاغلي طارق د خپلولو خبرو په پای کې وويل، چي د وزارت ډيټابيس پوره شوی دی، په دې ډېټابیس کې د حج، اوقافو او د جوماتونو معلومات شتون لري، چې بايد له هېوادوالو سره شريک شي.
ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون مرستیالې آغلې نجیبه مرام خبري وکړي. نوموړې د غونډي ددې غونډې د جوړولو په پار د وزارت له رهبري څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې خپل فعالیتونه دې له ولس سره د ټولنیزو رسنیو له لارې شریک کړي، تر څو ټول هېوادوال د دولت له فعالیتونو او کړنو څخه خبر شي. هغې د کمیسیون په تشکیلاتي جوړښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: ټول تدارکاتي قراردادونه د پيل له نېټې نه تر پایه پوري بايد په ویب سایټ کې نشر کړي. نوموړې وویل: هره اداره بايد 15مه ماده په خپله اداره کې پلي کړي او ياد کميسيون دنده لري چي خپل کاري راپور جمهوري رياست سره شريکوي.
ورپسې ددې وزارت د اطلاعاتو ته د لاسرسي مسؤل نورآغا حقيار د اطلاع رسونې په برخه کې د خپلو فعالیتونو لنډ راپور وړاندي کړ، چې د ګډونوالو له لوري وستایل شو.
د پروګرام په دوام اطلاعاتو ته دلاسرسي کميسيون د عامه پوهاوي مسؤل جعفر ایشاني له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت، اړتیا او اهدافو په اړه پریزینټېشن وړاندې شو.
په پای کې ، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نور وضاحت لپاره، د ګډونوالو پوښتنو ته د کمیسیون د مرستیالې له لوري ځواب وویل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په موخه له مکې مکرمې څخه مقدّسو مشاعرو ته

د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو دوشنبه، ۸/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۵/جوزا/۱۴۰۵هـ ش د ذوالحجة الحرام میاشتې د اتمې نېټې (ترویې د مبارکې ورځې) په رارسېدو سره، د ارشاد، حج او اوقافو. . .

BACK TO NEWS