د افغانستان علماوو په "افغانستان کې د سولې اعلان" له کنفرانس څخه ملاتړ اعلان کړ.

bakhshi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۵ - ۱۰:۱
حمایت از کنفرانس عربستان

یکشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰

په سعودي عربستان کې د رابطة العالم الاسلامي په مشرۍ افغانستان کې د سولې د ټینګښت په موخه د افغانستان او پاکستان د مخکښو دیني عالمانو د ګډ کنفرانس په ملاتړ د هېواد په ۱۷ ولایتونو: ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان، بلخ، دایکنډي، کندوز، جوزجان، بغلان، غور، هرات، پروان، پنجشېر، تخار، سمنګان، زابل او پکتیا ولایتونو کې غونډې وکړي.

په دي غونډو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند رئیسانو، د یادو ولایتونو د علماوو شورا رئیسانو، د هېواد د زونونو د علماؤ شورا رئیسانو او ګڼ شمېر نورو دیني عالمانو ګډون کړی و.

د غونډې ویناوالو په سعودې عربستان کې د رابطة العالم الاسلامي په مشرۍ د جوړ شوي کنفرانس چې د غبرګولي میاشتې په ۲۰ مه نېټه د سعودي عربستان په مکې مکرمې ښار کې حرم شریف ته نږدې «په افغانستان کې د سولې اعلان» تر نامه لاندې چې د سعودي عربستان، پاکستان او افغانستان مشهورو علماء کرامو ګډون کړی و، د سولې په ارزښت او د بې ګناه مسلمانانو د وینو تویولو په حرمت خبرې وکړې او په افغانستان کې یې روانه جګړه ناروا وبلله.

دغو علماوو په د افغان سولې په برخه کې د سعودي عربستان د شاهي دولت له ملاتړ مننه وکړه او په یوه غږ سره یې د یاد کنفرانس د پرېکړه لیک څخه د کلک ملاتړ ترڅنګ د یاد پرېکړه لیک د بشپړ تطبیق غوښتنه هم وکړه. دغو دیني عالمانو وویل، چې له بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د تاوتریخوالي د زیاتوالي لپاره هیڅ توجیه شتون نلري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۵۰
Background image

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان سعودي عربستان ته ورسېد

۱/ ذوالقعده/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۹/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د افغان حاجیانو لومړنی کاروان، چې د ننګرهار ولایت (۳۴۶) تنه حجاج پکې شامل وو او د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه یې نن سهار په ۳:۳۰ بجو د کام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو

جمعه، ۳۰/شوال المکرم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۸/حمل/۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا نن سعودي عربستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: 1405هـ ش کال د افغان حاجیانو د انتقال بهیر د پیل په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۲:۴
Background image

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو، استاذانو او څېړونکو د استفادې لپاره وړاندې شو

د احادیثو په علومو کې د احنافو د علمي میراث جامع او مهم اثر (تُرَاثُ الْعُلَمَاءِ الْحَنَفِیّة فِي أُصُولِ الحَدِيثِ وَعُلُومِه) په عربي ژبه هم په معیاري طباعتي بڼه چاپ او د علماء کرامو. . .

BACK TO NEWS