د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کابل کې د ایران دسفارت له مرستیال سره وکتل

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۹ - ۲۱:۴۹
ملاقات با معاون سفیر ایران

۵ ربیع الأول ۱۴۴۵هـ ق (۲۹ سنبله ۱۴۰۲هـ ش) د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب د خپل کار په دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت دسفارت له مرستیال ښاغلي سید حسن مرتضوي سره د دواړو  هېوادونو د دیني او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په موخه ولیدل. په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، ښاغلي سید حسن مرتضوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه:  ایران زموږ دوست او ګاوندۍ هېواد دی؛ چې د دیني امورو سر بیره په ګڼو نورو برخو کې یو له بل سره ګډې او نږدې اړیکې لرو، یادو اړیکو ته باید لا نوره پراختیا او پیاوړتیا ورکړو. نوموړي اضافه کړه چې د دواړو هېوادونو تر منځ په روابطو کې ښه همغږي رامنځته شوې ده او موږ کوښښ کوو چې دغه همغږي لا نوره قوي او پراخه شي او باید په بیلا بیلو برخو کې خپل تجارب یو له بله سره شریک کړو. ښاغلي ثاقب وویل: د نړۍ ټول اسلامي هېوادونه په ځانګړې توګه سېمیز او ګاونډي هېوادونه په دغه خاص وخت کې یو له بل سره اتفاق او ورورولۍ ته ډېره اړتیا لري، چې ښه بېلګه یې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې دي. ورپسې په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال وويل: افغانستان او ایران دواړه اسلامي هېوادونه دي، چې یو له بل سره ډېري تاریخي اړیکې لري، نو د دغو اړیکو دتقویت لپاره باید په ګډه کار وکړل شي. او زیاته يې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت هر وخت د افغانستان دملت ترڅنګ ولاړ دی او ایران دافغانستان دمخالفینو لپاره دامن ځای نه دی اوهمدارنګه په ایران کې مېشت افغان مهاجرینو ته په ټولو دیني او کلتوري چارو کې لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شوي دي. د لیدنې په پای کې ښاغلي مرتضوي، په ایران کې داسلامي وحدت په (٣٧) اووه دېرشم نړیوال کنفرانس کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث دکتور مولوي نورمحمد ثاقب ته د ګډون په موخه رسمي بلنه ورکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۶:۴۵
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په ټول هېواد کې د زړو قرآن کریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل

اول د ربیع الأول ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۳ سنبله ۱۴۰۴ هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرآن کریمونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۱
Background image

حاجیانو ته د حج له لګښتونو څخه د اضافه شوو پیسو د بېرته ورکړې لړۍ رسمًا پیل شوه

۱۰صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق ۱۴ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سه شنبه په ورز د یوې مهمې خبري غونډې له لارې، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی مسلکي مرسیتال معرفي شو

۸ صفر المظفر ۱۴۴۷ هـ ق، مطابق: ۱۲ اسد ۱۴۰۴ هـ ش

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د حکم پر اساس د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لپاره نوی ټاکل شوی مسلکي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني نن د. . .

BACK TO NEWS