د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د ختامه مسک ترعنوان لاندې په جوړه شوې غونډه کې گډون وکړ

bakhshi_admin
جمعه ۱۴۰۳/۴/۱ - ۱۳:۴۳
ختامه مسک

سه شنبه ۱۲ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۵ هـ ق (۲۹ جوزا ۱۴۰۳ هـ ش)

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د حج بعثې عمومي رئیس شیخ الحدیث سرمحقق قضاوتپوه دکتور مفتي نورمحمد ثاقب د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې ددې هېواد د حج او عمرې وزارت لخوا جوړه شوې وه. د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د حج د مناسکو په بریالیتوب سره د پای ته رسېدو وروسته د (ختامه مسک) ترعنوان لاندې په ځانگړې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ترڅنگ د نورو ډیرو اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو پکې گډون درلود، چې په کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر دکتور توفيق بن فوزان الربيعة د اسلامي هېوادونو له وزیرانو څخه په مکه مکرمه کې د حاجیانو د ښه تنظیم او رهبرۍ ستاینه وکړه چې په مقابل کې یې د ټولو اسلامي هېوادونو د بعثې مشرانو هم د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت او اړوندو ادارو څخه په سږني کال کې د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه او مدینه منور کې د غوره خدمتونو او اسانتیاوو رامنځ ته کولو په تړاو مننه وکړه. په غونډه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر په رسمي ډول د نورو هېوادونو ترڅنګ د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته د راتلونکي کال د حج وثیقه او تفصیلي برنامه وسپارله او دواړو لورو د راتلونکي کال د حج په موسم کې د افغان حاجیانو لپاره د لازیاتو اسانتیاوو په رامنځ ته کولو خبرې وکړې

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

BACK TO NEWS