د افغان حاجیانو لومړنی پرواز نن دکابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسېد

bakhshi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۲:۸
باز گشت حجاج

 چهارشنبه ۱۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۶ هـ ق مطابق ۲۱ جوزا ۱۴۰۴ هـ ش

 دحج مناسکو تر اداء کولو وروسته دافغان حاجیانو لومړنی پرواز نن له سعودي عربستان څخه کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېد په دغه پرواز کې دکابل اولغمان  ولایتونو(۳۴۶)تنه حاجیان شامل وو،چې دافغانستان اسلامي امارت دارشاد،حج او اوقافو وزارت مرستیالانو شیخ‌الحدیث مولوي زرمحمد حقاني،شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور،د اسلامي امارت یوشمېرلوړپوړو چارواکو،امنیتي مسؤولینو،دکابل نړیوال هوايي ډګر،دآریانا افغان اوکام ایرهوايي شرکتونو استازو او دوزارت یوشمېر مسؤلینو له لوري يې دګلانو په ورکوولو سره تودهرکلی وشو،سږ کال دارشاد،حج او اوقافو وزارت او اړوندو ادارو په همکارۍ له ټول هېواد څخه پوره (۳۰,۰۰۰)دیرش زره حاجیان پرته له کومې ستونزې دآریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له لارې د(۹۷)پروازونو په ترڅ کې  حرمینو شریفینو ته لېږدول شوي وو، چې نن یې الحمدلله د لومړي پرواز د بېرته راستنیدو شاهدان یوو. د یادونې وړ ده چې د حاجیانو د بېرته راستنولو لړۍ نن له کابل پیل شوه او د پروازونو دا بهیر به په راتلونکو ورځو کې د هېواد نورو پروازي زونونو ته هم وغځېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۱
Background image

ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارک په میاشت کې د پام وړ فعالیتونه جریان لري

یکشنبه، ۵/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۳/حوت/۱۴۰۴هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د رمضان المبارك میاشتې د درناوي، د مسلمانانو په ژوندانه کې د دغه مبارکې میاشتې د اهمیت، ‏د دیني. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

په کابل کې یو چینايي وګړی د اسلام په مقدس دین مشرف شو

شنبه، ۴/رمضان المبارک/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲/حوت/۱۴۰۴هـ ش

نن په کابل کې یو چینايي تبعه «منخای شیاء» د «دینګ چانک شیاء» زوی، چې (۵۱) کاله عمر لري او له څه مودې راهیسې افغانستان ته راغلی ؤ،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۸:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا د ۱۴۴۷هـ ق ش کال د حج اړوند ځینې ترسره شوي او پلان شوي مهم فعالیتونه او د حج لګښتونه د یوه خبري کنفرانس له لارې اعلان شول

شنبه، ۱۲/ شعبان المعظم/۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۱/دلو/۱۴۰۴هـ ش د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور مولوي نورمحمد ثاقب نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري. . .

BACK TO NEWS