د ارشاد، حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلا بېلو وزارتونو له مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه

bakhshi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۳:۱۳
نشست

۱۷محرم الحرام ۱۴۴۷هـ ق مطابق ۲۲سرطان ۱۴۰۴ هـ ش

 د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې حکم پر اساس د ارشاد،حج او اوقافو وزارت تر مشرۍ لاندې د پوهنې،لوړو زده کړو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو ته لارښوونه شوې چې په هېواد کې دکتابتونونو،زده کړیزو مرکزونو او عامه ځایونو څخه دهغو بیلابیلو راټول شویو کتابونو چې دټولنې د انحراف او بې لارۍ لپاره په تېرو وختونو کې لیکل شوي او د مختلفو لارو څخه توزیع شوي وو، ترڅو ورته دمدارسو استاذانو او عامو علماء کرامو لپاره داسې یو لارښود جوړ کړي چې هغوی دشریعت داصولو په رڼا کې دراټول شویو کتابونو په ردکې عامه پوهاي وکړي.

په همدې مناسبت نن یکشنبه دارشاد،حج او اوقافو وزیر تر مشرۍ لاندې دلوړو زده کړو،پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو له مرستیالانو او مسؤولینو سره ګډه غونډه ترسره شوه،دغونډې په پیل کې د ارشاد،حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب راغلو مسؤولینو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل:په تېرو کلونو کې زمونږ هېواد نه یوازې له نظامي یرغل سره مخامخ شوی ؤ،بلکې له کلتوري بریدونو هم ژور ټپي شوی دی، ډېرو هېوادونو دلته د فرهنګي فعالیتونو لپاره دفترونه پرانستي وو، ترڅو زمونږ اسلامي او اصیل افغاني کلتور او ارزښتونه زیانمن کړي، مونږ باید ټول هڅه وکړو چې زمونږ اسلامي کلتور ژوندي وساتو او مجاهد ولس ته یې په بشپړه توګه وروپېژنو.

 نوموړي زیاته کړه، په تېرو وختونو کې داسې تالیفات شوي دي، چې زمونږ د ټولنې د اسلامي او تاریخي ارزښتونو سره په ټکر کې دي او ځوان نسل له اصلي موخو څخه لرې کوي، اوس وخت رارسېدلی چې ټولې امارتي اداري، د هېواد علماء کرام او د ټولنې علمي او فکري کادرونه په ګډه کار وکړي ترڅو دغه خلا ډکه او ځوانانو ته داسي سالم، اسلامي او تعلیمي مواد برابر کړو چې زمونږ ارزښتونو سره سمون ولري.

همداراز د ارشاد،حج او اوقافو وزیر وویل، دا کار د امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر اساس ترسره کیږي، هغه وزارتونه چې کوم کتابونه یې را ټول کړي اویا یې راټولوي دهغو ارزونه به دعلماء کرامو دیو ګډ ټیم له لوري ترسره کیږي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل،چې د څلورو وزارتونو استازو څخه به یوه ګډه کمېټه جوړیږي،ترڅو یو جامع لارښود جوړ کړي چې د ټولنې اړین ضرورتونه په نظر کې ونیسي او په هېواد کې به د سالمو او اصلاح شویو کتابونو شتون یقیني کوي دغونډې په ترڅ کې دپوهنې وزارت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو مرستیال مولوي حیات الله مهاجر فراهي او د لوړو زدکړو وزارت د نصاب دکميټې مسؤل مفتي عبدالرؤوف فراهي هم خبرې وکړي او په دغه برخه کې یې د خپلو وزارتونو د ترسره کړو اجراءاتو راپور وړاندې کړ او په راتلونکي کې یې د هر راز همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۹ - ۹:۵۹
Background image

‏د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج پروسې د پای ته رسېدو په مناسبت په جوړه شوې اختتامیه «ختامه مسک» غونډه کې ګډون وکړ

مکه مکرمه – جمعه ۱۲/ ذوالحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق:۸/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رئیس ښاغلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۵ - ۱۵:۵۳
Background image

د حج مناسکو د اداء کولو په لړ کې له مِنٰی شریفې څخه د عرفات میدان ته د افغان حاجیانو د انتقال بهیر بشپړ شو

سه شنبه، ۹/ ذوالحجة/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۶/ جوزا /۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ترتیب شوي پلان له مخې د ذوالحجة الحرام میاشتې د نهمې نیټې (عرفات ورځې) په رارسېدو سره، له مِنٰی. . .

BACK TO NEWS