دارشاد،حج اواوقافو وزير ليندنه د قرغز قوم له مشرانو سره.
کابل، افغانستان : مولوي عبدالحکيم منيب دارشاد،حج اواوقافو وزير نن دخپل کار په دفترکې دقرغز قوم دمشرانو سره ليدنه وکړه.
په پيل کې حاجی محمود ديادقوم مشر او داجراييه سلاکار دنورو په استازيتوب خبرې وکړي: دبدخشان په پاميرکې جامع مسجد او مدرسه شتون نلري هيله مند يو چې جناب عالی د هېواد جيد عالم په توګه په دې برخه کې پاملرنه وکړي.
بيا دارشاد، حج اواوقافو وزير مولوي عبدالحکيم منيب دښه راغلاست سربيره وويل:دهېواد په هر سيمه کې د مسجد او مدرسې شتون اړين دي چې دي برخی ته پاملرنه په جدې توګه زموږ دننده ده.
ورپسی دارشاد، حج اواوقافو وزير د فوق العاده حکم په بنسټ د پاليسی او پلان رياست ته لارښونه وکړه چې دبخشان په پاميرکې يومحراب جامع مسجد ودان کړي په پای کې يو ټوک قرانکريم هم ډالۍ شو.