د ارشاد حج او اوقافو وزارت سره د ترکیی هیواد مرسته
سه شنبه، ۲۱ رجب المرجب ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ۱۴۰۰ هجری قمری کال د کب د میاشتې له دریمې نیټې سره برابره ده. نن د مرکز زون د مجمتع حجاج کې په کابل کې د ترکیې د سفارت د دیني چارو مرستیال ښاغلي میکائیل آقبوغا لخوا د اسلامي چارو د اداری هغه مرسته چې په مختلفو اندازه فرش شامل وو، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسوولینو ته وسپارل شول. په همدې تړاو د مرکزي زون د مجمتع حجاج کې غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د وزارت رهبري پلاوي او په کابل کې د ترکیې د سفارت د کارکوونکو ګډون درلود. په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري رئیس مولوي عبدالولي حقاني مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ترکیې هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه. ښاغلی حقاني یاده مرسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د مذهبي ورورولۍ نښه وبلله. روپسې په کابل کې د ترکيې د سفارت د ديني چارو مرستيال ښاغلي میکائیل آقبوغا د ديني ورورولۍ او د همکارۍ پر تړاو خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه، چې د ترکيې خلک او ديني بنسټونه د دې په پوهېدلو سره د افغانستان د خلکو لپاره چې دا مهال همکارۍ ته اړتيا لري، مرستې راټولوي او افغانستان ته يې استوي. ترکیه د یو اسلامي هیواد په توګه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.