د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې هېواد د دیني چارو له لوي رئیس سره د ويډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

bakhshi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۲۱ - ۱۴:۳۹
خبر ترکیه
پنجشنبه ۱۹ وري ١٤٠٠ نن د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي د ترکیې هېواد د دیني چارو له لوي رئیس ښاغلي دکتور علي ارباش سره د افغان او ترکیې علماوو ترمنځ د ګډ کنفرانس جوړېدو په موخه د ويډیو کنفرانس له لارې تفصلي خبرې وکړې. په پیل کې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي محمد قاسم حلیمي د ترکیې هېواد د علماو له رئیس ښاغلي دکتور ارباش څخه وغوښتل، چې د افغان او ترکیې علماوو تر منځ د نظریاتو د شریکولو او افکارو د تبادلې په موخه ګډ کنفرانس جوړ کړي، ځکه دترکیه علماء ډېر مثبت رول لري او همداشان هیله لرو چې ترکیه به د دغه نامشروع جنګ دغندلو په اړه خپل واضح نظر ورکړی ښاغلي حلیمي زیاته کړه چې په ګډ کنفرانس کې باید د سیمې د حنفي مذهبو هېوادونو مخکښ علماء کرام هم ګډون وکړي او په افغانستان کې به د روانې جګړې د حل په موخه خپل نظریات وړاندې کړي. همدارنګه د دواړو هېوادونو دعلماوو ترمنځ د اړیکو په زیاتیدل او د افغان علماوو لپاره په ترکیه کې دلوړ زدکړو زمینه برابرولو باندی خبری وکړی . په دغه وی ټی سي کنفرانس کې په ځینو نورو مهمو موضوعات خبری وشوی چې د حج د سیستم او پروسې په اړه له موږ سره مرسته او همکاری ترڅنګ دافغانستان د معارف او مدارسو د موډل جوړولو په اړه د ترکیې ورور هیواد مرستي او خپلي تجربیي شریکول مهم وبلل. ورپسې د ترکیې د دیني چارو رئیس ښاغلي علي ارباش وینا وکړه. نوموړي د افغان علماوو د ظرفیت لوړاوي او د افغانستان سولې په اړه خپل نېک نظر څرګند کړ. هغه وویل: افغانستان او ترکیه دوه وروڼه هېوادونه دي، چې ډېر نږدې مذهبي او کلتوري مشترکات لري. ښاغلي ارباش د افغانستان د سولې ټینګښت او په افغانستان کې د روانې جګړې د حل په موخه د اسلامي نړۍ د علماوو د ګډ کنفرانس د جوړېدو ژمنه وکړه او یو با ثبات افغانستان یې د اسلامي نړۍ لپاره ستر قوت یاد کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۲۳:۲۲
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو ارزونه وکړه

چهارشنبه، ۱/ محرم الحرام/ ۱۴۴۸هـ ق، مطابق: ۲۷ / جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر محترم شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب په مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د وړاندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۲۱:۴۳
Background image

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د یوه هیئت په مشرۍ په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره وکتل

دوشنبه، ۲۹/ ذو الحجة الحرام/ ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۵/ جوزا / ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي شیخ الحدیث سرمحقق دکتور نورمحمد ثاقب صاحب د یوه هیئت په مشرۍ، چې په ریاض کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۲۱
Background image

له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د حجاج کرامو د بېرته ستنولو او مدینې منورې ته د انتقال بهیر په منظم ډول جریان لري

چهارشنبه، ۲۴/ ذوالحجة الحرام/۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۲۰/ جوزا/ ۱۴۰۵هـ ش

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا، له مکې مکرمې څخه افغانستان ته د روان ۱۴۴۷هـ ق، مطابق: ۱۴۰۵هـ ش کال د حجاج کرامو د. . .

BACK TO NEWS